د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره لیدنه کړې.
د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ د واورې او غره ښويېدنې پېښې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوي فیصل مختار ویلي؛ یاده پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې رامنځته شوې، چې ۲۱ تنه پکې شهیدان، ۴ تنه ټپیان او ۲۴ کورونه پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نورو زیانونو د مخنیوي او له زيانمنو سره د مرستې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې د نورستان یو شمېر ولایتي ادارې او د اوچا اداره په کې ګډون لري.
د ښاغلي مختار په وینا؛ ۲۵۰ کورنۍ لا هم له ګواښ سره مخ دي، چې په موقت ډول د نورګرام ولسوالۍ په اوله حصه کې په لنډمهالي پنډغالي کې ځای پر ځای شوي او مرستې ورسره دوام لري، خو د اوږدمهال لپاره اړتیا ده، چې دغو کورنیو ته په اساسي ډول سر پنا جوړې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر یادې پېښې خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جميل صبر دعا کړې.
مولوي عبدالکبیر له ټولو مرستندویه ادارو په مننې ویلي؛ ټولې اړوند امارتي ادارې، مرستندویه موسسې او بنسټونه دې زیان سره مخ کورنیو لپاره د اساسي سرپناه جوړولو لپاره لاس په کار شي.