ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: ټول ارګانونه د هېواد پرمختګ او بیارغونې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د فاریاب ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني راغلو مشرانو او علماوو ته ویلي؛ له ۲۰ کلونو وروسته اسلامي نظام حاکم شوی، اوس باید جهالت، فقر او بې اتفاقي لمنځه یوسو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د خلکو د هوساینې لپاره په ګډه کار وکړو.

قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت پر حاکمیت، په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت، د فساد، غلا او زورواکۍ د لمنځه وړلو په شمول یې د اسلامي امارت پر ټولو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

دوی دغه راز په بېلابېلو په ځانګړي ډول د بند سرحوض سړک قیرولو (چې مرکز میمنه د فاریاب ولایت له لولاش ولسوالۍ سره وصلوي)، د پوهنې او دیني مدرسو د ستونزو د حل، د روغتیایي کلینیکونو جوړولو، لېرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا د تمدید، د اوبولګولو بندونو او سړکونو د جوړولو په برخو کې یې د فاریاب د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې د خلکو له ستونزو ځان خبر او د خپلو امکاناتو په محدوده کې یې د حل اقدام وکړي.

 ‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ د علم او پوهې ارزښت ډېر زیات دی، هغو مجاهدینو چې په مدارسو کې یې زدکړې کولې د هېواد د خپلواکۍ او اشغال د خاتمې لپاره یې جهاد کړی.

نوموړي څرګنده کړې؛ اسلامي مارت د هېواد په هره څنډه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنه کولو په موخه مهم او اساسي ګامونه اخلي، وزیران او نورو مسولین لرې پرتو سیمو ته سفرونه کوي، ترڅو د خلکو ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

 ‌‌ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ د تېرو ۲۰ کلونو ورانیو جوړول وخت ته اړتیا لري، فوایدعامې وزارت د مهمو لویو لارو د ترمیم او جوړولو په برخه کې هڅې کوي، دغه راز نور ټول ارګانونه د خلکو د ستونزو د حل او هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.