ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر قلندر عباد او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي لیدنه؛ د کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي لیونارډ زیلو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې شوي دي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کور دننه مېشتو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده بللې او په دې برخه کې یې د یادې ادارې همکاري اړینه بللې ده.

لیونارډ زیلو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د عامې روغتیا وزارت سره یې په تلپاتې همکاریو ټینګار کړی دی.