ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۶/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۷/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۹) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۳۷) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۶) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۶) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱۱) تنه غریبکار او (۳) تنه حرفه يي او مسلکي کسان ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۱۴۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶) تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او (۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۲۲) کورنیو سره مجموعاً (۱۸۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۱۲۳) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۵) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن دیني عالم، (۸) تنه غریبکار او (۱۴) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۳) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۰) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۹۵۶) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۲۱) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۸۰) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۴۰) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۷) را ستنو شوو کورنیو سره (۴۲۶۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۳۶) کورنۍ، (۱۴۰) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱) کورنۍ، (۶) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۸۶) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۲۶) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۲۸) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء