ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد: د روغتیايي سیستم په پیاوړتیا سره به د هېواد ټولو سیمو ته لا ډېر روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پروان له والي عبدالعلي قدرت الله امیني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په یاد ولایت کې د پلي کوونکو مؤسسو پر کړنو، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د روغتونونو لپاره د طبي ماشینونو او د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په اړه خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي سیستم پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو بللې او ویلي يي دي؛ موږ هڅه کوو، چې د هېواد د ټولو سیمو وګړو ته په مساویانه ډول معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو او په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو جوړ شوي او لا هم یاده لړۍ دوام لري.

 ډاکټر قلندر عباد همداراز زیاته کړې؛ د پروان ولایت روغتيايي خدمتونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د یاد ولایت ناروغانو د تشخیص په برخه کې لا اسانتیا رامنځته او غوره درملنه یې وشي.

 د پروان والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه دې ولایت ته د هغې د ځانګړې پاملرنې له امله مننه کړې او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د نوموړي هڅې ستایلي دي.