ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې زمینه برابروو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ازربایجان له سفیر الهام ممدوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ازربایجان هېواد د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند خبرې شوې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او ازربایجان هېواد ترمنځ اړیکې اړینې بللي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې.

ډاکټر قلندر عباد همدا راز ویلي؛ د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو په هڅه کې یو، ترڅو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.

د ازربایجان  سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ موږ هڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان سره تلپاتې همکاري وکړو.