ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یمن حوثي ډلې ویاند: هند سمندر او عدن خلیج کې مو اسرائیلي او امریکایي کیښتۍ په نښه کړي

د یمن حوثي ډلې ویاند یحیی سریع پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې ځواکونو په عدن خلیج کې د امریکا متحده ایالاتو یو بېړۍ او په هند سمندر کې د اسرائیلو یوه کیښتۍ په نښه کړې او ویشتې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې عدن کې یې د امریکایي بېړۍ د ویشتو لپاره له سمندري ځواک او هند سمندر کې د اسرائیلي کیښتۍ د په نښه کولو لپاره یې له ډورن الوتکو کار اخیستی دی.

یحیی سریع زیاته کړې، چې دغه بریدونه په غزه کې د فلسطیني وګړو د ملاتړ په دوام ترسره شوي.

د یادونې وړ ده، چې د یمن حوثي ډلې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې په سره بحیره، عدن خلیج، هند سمندر او نورو سیمو کې د اسرائیلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو کیښتۍ او پوځي مرکزونه په نښه کوي او موخه یې د فلسطین د خلکو ملاتړ دی.