ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند هرات کې د کارخونو پرانیستې په مراسمو کې؛ هېواد مو په یو شمېر سکټورونو کې ځان بساینې ته رسېدلی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د خپل سفر پر مهال په یاد ولایت کې د ایتوک فارما او افغان میډسن د درملو جوړولو کارخونو او همدارنګه د شمس کولا غیر الکولي مشرباتو تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.

د یادو کارخونو د پرانیستو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصر الله مطیع، د یاد ولایت سوداګرو، پانګوالو او د روغتیا برخې متخصصینو شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ په برخه کې د یادو کارخونو پر فعالیت پيل مهم او بنسټیز ګام یاد کړی او ویلي يي دي؛ د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د صنعتي کېدو په لور خپل مزل پيل کړی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، اوسمهال افغانستان په یو شمېر سکټورونو کې ځان بساینې ته رسېدلی او دا دې اقتصادي ثبات پر لور مهم ګام دی.

نوموړي د یادو کارخونو د پرانیستې پر مهال ملي سوداګر او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته هڅولي او له هغوی یې غوښتي، چې خپل تولیدات د شته معیارونو په نظر کې نیولو سره بازار ته وړاندې کړي او له بې کیفیته تولید څخه ډډه وکړي، ځکه اسلامي امارت ته کیفیت او معیار لومړیتوب لري.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور ملاتړ ته په اشارې سره ویلي؛ اسلامي امارت ټولې امارتي ادارې مکلفې ګرځولې څو د پیرلو پر مهال کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنګه یې پر لسګونو هغو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه هم زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولیدیږي.

اقتصادي مرستیال هېوادوالو ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو په برخه کې د ایتوک فارما او افغان میډسن تولیدي کارخونو فعالیت یاد کړی او زياته کړې یې ده، چې په دې سره به تر ډېره د هرات ولسونو د درملو ستونزې حل شي.

ایتوک فارما د درملو تولیدي کارخونه کې ۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په لومړي سر کې ۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي.

افغان میډسن د درملو تولیدي کارخونه کې بیا ۱۶ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې لسګونه قلمه مختلف درمل تولیدوي. 

شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولیدي کارخونه کې هم په میلیونونو ډالر پانګونه شوې، چې مختلف تولیدات لري.

د یادونې وړ ده، چې په یادو کارخونو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.