ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس: اسلامي امارت د ولسونو خدمت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

قومي مشرانو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر حاکمیت او د عدالت او شفافیت پر ټینګښت د خوښۍ ترڅنګ له اسلامي نظام خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی په بېلابېلو برخو کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې او هغه یې په لیکلي بڼه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي، د اشغالګرو پر ضد د جهاد په دورو کې د افغان ولس په ځانګړي ډول د لوګر ولسونو زحمتونه او هڅې د ستایلو دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام د ملت او ملت د نظام لپاره دی، حکومت او ملت باید له یوه بل سره همکاري واوسي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ دې ته په پام چې افغانانو په تېرو څه باندې څلورو لسېزو کې زیاتې ستونزې او زحمتونه ګاللي، بناً موږ ټول باید د خدمت لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د خپلو خبرو په پای کې د لوګر د علماوو او مشرانو ستونزو او غوښتنو ته په اشارې ویلي، د برکي برک ولسوالۍ د ولسونو ستونزې به د حل په موخه د اړوندو ادارو له مسولینو سره شریکې شي.