ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي.

نوموړي ویلي؛ دغه‌راز د حسن نیت له مخې دې هغه افغان کډوال هم له زندانونو خوشي کړي، چې په وړو جرمونو زنداني شوي دي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ اسلامي امارت د تېر په څېر د کډوالو د راتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستو به هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لړۍ جاري وساتي.

ورته مهال د ایران لپاره د اسلامي امارت سفیر فضل احمد حقاني د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي: “د افغان کډوالو په اړه له ایراني لوري سره په تماس کې یو او هیله‌من یو، چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ به ایران کې د میشتو افغانانو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وشي.”

د وروستیو شمېرو له مخې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې یوازې له پاکستان څخه ۸۲ زره ۷۹۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.