د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع، د غور او هرات ملکي او نظامي مسولینو شتون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي؛ د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرلهپسې مجلسونه دوام لري.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي، چې له جملې یې دا دي نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو.
دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.
نوموړي ویلي، د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمهییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د غور ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي، په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.