ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

عامې روغتیا وزارت وايي، چې هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. دا به په روان کال کې د پولیو لومړنی ملي کمپاین دی.

د یاد وزارت په وینا؛ یاد کمپاین به په ټول هېواد کې پلی شي او په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۰.۷۲ میلیونه له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.

دا کمپاین به د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د اپریل له ۲۹مې د مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې دوام وکړي، خو د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله به یاد کمپاین په غور دایکندي او بامیان ولایتونو کې څه وخت وروسته پلی شي.

د مسولینو په وینا؛ د دې کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د سترګو د پوستکي او معافیت سیسټم روغ ساتلو په موخه ویټامین (A) ورکړل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د دې کمپاین د پیل په تړاو ویلي: “موږ له نړیوالو ادارو سره په گډه ژمن يو، چې په ټول هېواد کې پوليو ناروغي له منځه یوسو.

موږ باید شپه او ورځ کار وکړو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنگ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو موخې ته ورسېږو.”

ښاغلي عباد زیاته کړې، چې د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د والدينو، دیني علماوو او قومي مخورو په گډون د ټولو افغانانو ملاتړ اړين دی.

نوموړي له ټولو غوښتي، چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

پولیو یوه ويروسي ناروغي ده، چې هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په واکسین سره شونی دی.دغه‌راز پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا مړینې سبب کېدای شي.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین د پولیو واکسین په ترڅ کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي ګوزڼ څخه خوندي ساتلای شي.

قومي مخور باید خپل خلک وهڅوي تر څو خپل ماشومان واکسين کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره دې مرسته وکړي تر څو کمپاین په سیمو کې په ښه توگه پلی شي.