ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: پروان کې تېر کال څه باندې ۹۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلې؛ د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ کال کې په ټوليز ډول ۹۰ زره او ۱۴۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۶ زره او ۱۳۳ برېښنایي او ۵۴ زره او ۱۰ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد ویلي؛ چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلی شهزاد زیاته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې شپږ زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او اووه زره او ۱۷۹ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په چاریکار ښار او دویمه څانګه د غوربند درې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې شتون لري.

په یادو څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت او د پېژندپاڼې تجدید) هم وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.