د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ترکمنستان پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب سټېشن پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او د یاد سب سټېشن د فعالېدو او پرانیستلو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.
د برېښنا شرکت عملیاتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني په دې غونډه کې ویلي، اوس مهال د نورالجهاد سب سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي مسایلو تر حل کېدلو وروسته دغه سب سټېشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همداراز د ترکمنستان نړیوالو پروژو رییس مراد آرتیکوف ویلي، د نورالجهاد سب سټېشن چارې د دواړو لوریو ترمنځ په ښې همغږۍ ترسره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي.
د آرتیکوف په وینا، ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسایلو پروتوکول هم د راتلونکو ورځو کې د دواړو خواو له لورې تایید او وروستی شي.
د یادونې ده چې د یادې پروژې په پرانیستلو سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه او یاد ولایت کې به زرګونه نوي پېرودونکي د برېښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.