ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال هېواد ته د نږدې ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د تېر کال په ترڅ کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۷ زره او ۹۱۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښيي چې تېر کال کې د ۶۷۵ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۱۵۳ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۲ زره او ۷۶۱ نور، چې له دې ډلې ۴۹۵ یې ښځې دي، له هېواده وتلي دي.
د یادې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو، د تورخم او حیرتانو بندرونو او د کابل هوايي ډ‌ګر له لارې ثبت شوی دی.
همدارنګه ثبت شوي ارقام ښيي چې ډېری بهرنیو وګړي د سیاحت او کار په موخه هېواد ته راغلي دي.
د ثبت شویو معلوماتو پر بنسټ بهرنيو سیلانیانو ډېری د (بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندوز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کوڼر) ولایتونو له لرغونو ځایونو لیدنه کړې.
د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.