د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۵۶ زره او ۱۶۸ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۴ زره او ۳۶۳ برېښنایي او ۲۱ زره او ۸۰۵ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو رییس نجیب الله نظامي ویلي، هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي نظامي زياته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې ۳ زره او ۲۹۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۲ زرو او ۵۴۵ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۱۳۷ زېږون کارتونه او ۱۴۰۸ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونو له ډلې د مثنی پېژندپاڼې وېش، د ودونو، زېږونونو او د کورنۍ د پاتې غړي ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره: لوګر کې تېر کال څهباندې ۵۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

