ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۲۳/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۳/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۸۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۴۲۸) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۶) تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۱۳۸۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۱) کورنیو سره مرسته وشوه چې مجموعاً (۶۱۱۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۹) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۲) تنه بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن لیسانس، (۱) تن ماستر، (۱) تن حافظ، (۱۳) تنه غریبکار او (۲۶) تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټولټال (۴۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۲۶۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۷۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۳۸۸) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه (۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۴) تنه و، کندهار، کابل او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او (۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۷۱) کورنیو سره مجموعاً (۵۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸۴) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن لیسانس، (۲) تنه حافظان، (۴) تنه د وړې دورې فارغان، (۸) تنه دیني عالمان، (۱۳۰) تنه غریبکار او (۵۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۹۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۶۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۸۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۶۴۳) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۱۰۶) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۹۹) کورنۍ چې د کورنۍ دغړو شمیر یې (۴۱۸) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۳۵) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۳۵) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۹) را ستنو شوو کورنیو سره (۶۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۶۷) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۳۷۷) کورنۍ، (۱۳۹۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۵۷) کورنۍ، (۳۱۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۵۳) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۲۵۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۶۲) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء