د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ثور مياشتې په ۲۸ مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسولینو سره لیدنه وکړه.
نوموړي په بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کچه زياته بللې او د دغو ادارو له استازو يې غوښتي، تر څو له اسلامي امارت سره په همغږۍ د بغلان له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو ترڅنګ په پراختیایي برخو کې خپلې مرستې زياتې او چټکې کړي.
د محترم ملا صاحب په خبره، د وروستيو سېلابونو له امله د بغلان ولايت په ځينو ولسواليو کې د خلکو پر هستوګنيزو کورونو سربېره، ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او همدا راز ۶۰ کيلومتره سړک تخريب شوي، چې اساسي بيارغونې او پاک کارۍ ته اړتيا لري.
افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د بغلان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ته يې پر بشري مرستو سربېره په پراختیایي برخو کې هم د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی.
دوى پر وخت د پېښو سيمو ته د اسلامي امارت د ژغورونکو ټيمونو له رسېدو ستاينه کړې، چې په سيلاب کې بند پاتې کسان يې وژغورل.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو غږ کړی، چې په دغه سخت وضعيت کې دې د سېلاب ځپلو افغانانو لاس نیوی وکړي.

