د امارتي اوبو رسولو او ښاري فاضله اوبو شرکت اجراییوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم وایي، د کابل ښار د منځ مهالې اوبو رسولو پروژې (MTP1) بودجه د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په لسمه غونډه کې تصویب شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې لومړۍ برخه څه باندې ۶۵ سلنه او دویمه برخه ۷۵ سلنه بشپړه شوې وه، چې اوس به یې چارې بېرته له سره پیل شي.
ښاغلي کظیم زیاته کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار له یو نیم میلیون څخه ډېر اوسېدونکي پاکو او صحي څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره د پنجشېر سیند، شاه او عروساو شاهتوت بندونو له سرچینو څخه د اوبو د انتقال پروژې هم تر کار لاندې دي او اړوندې ادارې یې د پلي کېدو چارې تعقیبوي.
د امارتي اوبو رسولو شرکت د مسولینو په وینا، د کابل ښار د ډېری سیمو سروې او ډیزاین بشپړ شوی او د پاتې سیمو د سروې او ډیزاین چارې به هم ډېر ژر ترسره شي.

