ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د موټر سایکل ځغلونې فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

د بدني روزنې او سپورت لوی ریاست په همغږي د موټر سایکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د لوګر ولایت په ورزشي امریت کې د موټر سایکل ځغلونې فدراسیون استازولي پرانیستل شوه.

د یاد فدراسیون د پرانیستې په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ ډېر د ویاړ ځای دی چې په امن او ډاډمنه فضا کې دغسې ورزشي برنامې ترسره کېږي.

ښاغلي وثیق زیاته کړې: “موږ تل ژمنه کړې، چې ورزش به ټول‌شموله کوو او هڅه به کوو، چې ورزش له مرکز څخه ولایتونو او له ولایتونو څخه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته ورسوو، چې دا دی کرارـ کرار مو ژمنې په عملي کېدو دي او دا به لا دوام کوي.”

د نوموړي په وینا؛ په نږدې راتلونکي کې به د یادې ورزشي رشتې نورې برخې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شي.

دا د هېواد په کچه د موټر سایکل ځغلونې ۱۳مه استازولي شوه او په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۴مه، ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه هم په غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې پرانیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مراسمو په پای کې له کابل څخه د موټرسایکل ځغلونې تللیو ورزشکارانو د لوګر له ورزشکارانو سره په ګډه د موټر سایکل ځغلونې زړه راښکونکي نمایشونه نندارې ته وړاندې کړي دي.