ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامه کتابتونونو ریاست: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په عامه کتابتونونو ۸۰ زره ټوکه کتابونه وېشل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یي په عامه کتابتونونو ۸۰ زره ټوکه کتابونه ویشلي.

د یاد ریاست مسولین زیاتوي؛ هڅې یې پیل کړې تر څو د هېوادوالو لپاره انلاین بشپړ عامه کتابتون جوړ کړي.

بل خوا یو شمېر مطالعه کوونکي هېواد کې د دا ډول عامه کتابتونونو شتون مهم یادوي او له هېوادوالو غواړي، چې مطالعې ته دې وخت ځانګړی کړي.

عامه کتابتون په ۱۳۴۵ لمریز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تاسيس شوی، چې په مرکز او ولایتونو کې ۹۷ څانګې لري او موخه یي هېوادوالو ته د معلوماتو، څیړنې او کتاب لوستنې په برخه کې چوپړتیاوې برابرول دي.