د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، چې یو مشهور فلسطیني جراح ډاکټر عدنان البرش له څلور میاشتني بند وروسته د اسرائیلو په زندان کې مړ شوی.
نوموړی د غزې په شفاء روغتون کې د ارتوپیدي څانګې مشر و. په دې لوی طبي مرکز د اسرائیلي عسکرو له لوري څو ځله مرګوني بریدونه شوي دي.
د فلسطیني بندیانو مدافع ډلې وايي، چې د ډاکټر البرش مړینه وژنه ده او جسد یې لا هم د صهیونیستي رژیم په توقیف کې دی.
یاد ۵۰ کلن ډاکټر د غزې په شمال العوده روغتون کې موقتي کار کاوه، چې د اسرائیلي عسکرو له لوري ونیول شو.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د ډاکټر البرش په شمول د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسي ۴۹۶ طبي کارکوونکو ژوند بایللی، ۱۵۰۰ نور یې ټپیان شوي او ۳۰۹ یې بیا نیول شوي دي.