د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري له ګاونډي هېواد پاکستان سره د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ دروازې ته سفر کړی.
په دې سفر کې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس ملا عبدالباري او مل پلاوي یې هم ملتیا کوله.
د یاد سفر په پیل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د بولدک ولسوالۍ اړوند د راستنو شویو کډوالو د تخت پول ولسوالۍ انځرګي پنډغالي څخه لیدنه کړې او په یاد پنډغالي کې یې د را ستنو شویو کډوالو له ښه وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړی دی.
ملا نورالله نوري د سپین بولدک دروازې ته تللی او هلته یې د بولدک له ولسوال ملا عبدالله بشیر او کمیسار ملا عبدالباقي احمد سره یوځای له دروازې څخه لیدنه هم کړې.
نوموړي د راتلونکو کډوالو او مسافرو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي، د دروازې د کمېسار ولسوال او نورو مسولینو څخه یې د دروازې اړوند شته ستونزې اوریدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.