د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د غور ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۹۷ زره او ۱۶۵ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۵۱ زره او ۱۹ برېښنایي او ۴۶ زره او ۱۴۶ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي حمیدالله لبیب ویلي، هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي لبیب زیاته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې یو زر او ۴۳۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۳ زرو او ۵۸۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۲ زره او ۸۸۳ زېږون کارتونه او ۷۰۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د غور ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونو برخه هم فعاله ده، چې د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو او د کورنۍ د پاتې غړيو ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره: غور ولایت کې تېر کال څهباندې ۹۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

