د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۶۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له اوومې څخه د ثور تر ۱۳مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۶۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې درې زره او ۸۳۵ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.