د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کړې.
د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي؛ روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لاوغوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
د روسیې فدراسیون سفیر د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې د مثبت نظر په یادولو سره ویلي؛ مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
نوموړي دغه راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنې ترڅنګ د دې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د یاد هېواد له همکارۍ او مرستو په مننې ویلي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
مولوي عبدالکبیر د روسیې د حکومت له رسمي بلنې څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه بللي او له روسي پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.