د راپورونو پر اساس اسرائیلي عسکرو د رفح ښار له ختیځې برخې د فلسطینیانو د وتلو امر کړی، چې نږدې ۱۰۰ زره کسان پکې شاملېږي.
صهیونیستي رژیم اعلان کړی او د رفح ښار د ختیځې برخې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې تر ژره دې دا ځای پرېږدي او المواصي سیمې ته دې ولاړ شي.
رفح د غزې تړانګې په جنوب کې پروت ښار دی، چې له ۱.۴ میلیون زیاتو ملکي وګړو پناه پکې اخیستي ده.
د صهیونیستی رژیم له لوري په رفح ښار د بریدونو له خبرداریو سره سم د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړوند ادارې (انراوا) پر دې ښار د برید د ناوړه او بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې پر رفح د اسرائیلو برید د ملکیانو د لا کړولو او ځورولو تر څنګ د ځاني زیانونو د زیاتوالي په مانا دي. دغهراز په دې سیمه کې څه باندې ۱.۴ میلیونه مېشتو وګړو ته به بدې او ناوړه پایلې ولري.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې هېڅکله به رفح پرې نږدي او د امکان تر حده به د خلکو ژغورولو ته دوام ورکړي.