د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (دوشنبه، د غويي ۱۷مه) په سپېدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د پغمان له ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پغمان ولسوال ملاحمدالله حیدر او خلیفه شیخ محمد شفیق د نورو په استازولۍ خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښ او هر ډول همکارۍ ته ورسره چمتو دي.
دوی زیاته کړې، چې په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین او د اسلامي امارت په حاکمیت سره دې ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ زیات شوی او خلک خوشاله دي.
دغو قومي مشرانو او علماوو د پغمان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
مولوي عبدالکبیر د پغمان ولسوال او قومي مشرانو ته ویلي، چې د پغمان مجاهدینو د دواړو یرغلونو خلاف ښه مبارزه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د امن او سوکاله ژوند غوښتونکی دی او د پغمان ولسوالۍ د اوسېدونکیو د ستونزو حل لپاره به اړونده ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.