ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر د اغاخان بنسټ له اجراییوي رییس سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اغاخان بنسټ اجراییه رییس نجم الدین نجم او ورسره مل پلاوي لیدنه کړې.

نجم الدین نجم په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د روغتیايي، کلتوري او رغنیزو فعالیتونو او همکاریو راپور د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړل او د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزرات د همکاريو څخه یې ستاینه او مننه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په طبي برخه کي د پام وړ پرمختګونه شوي.

د بهرنیو چارو وزير په افغانستان کې د آغا خان بنسټ روان خدمتونه، همکارۍ او فعالیتونه ستایلي او سپارښتنه یې کړې، چې د افغان ولس د هوساینې په موخه خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځوي، په ځانګړې توګه د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې برخه فعاله کړي، ترڅو یې درملنه پخپل هېواد کې ترسره شي.