ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شوه

د مرکزي زون حاجيانو لومړۍ الوتنې د پيل غونډه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر د بهرني ترمينل په تالار کې جوړه او لومړنۍ الوتنه ترسره شوه، چې پکې د پکتیا ولایت اړوند ۲۳۰ تنه حاجیان تنظیم شوي وو.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډې کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د کابل والي محمد امان عبید، د کورنیو چارو وزارت معاونیونو د امارتي ادارو او د کابل نړیوال هوایي ډګر مسولینو، د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو ګډون کړی و.

غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ او په دې پروسه کې ښکېلو ادارو له مسولینو مننه کړې، چې په ډیر اخلاص او صداقت سره یې یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړې.

نوموړي زیاته ویلي؛ نن له افغانستان څخه حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو لپاره ځي او دوی ته د الله جلّ جلاله له درباره څخه د مبرور حج غوښتنه کوو.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي؛ نن چې مونږ او تاسو په دې غونډه کې را یو ځای شوي یو، دا غونډه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د افغان حاجیانو د لومړۍ الوتنې غونډه ده، چې نن به افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو لپاره روان شي.

شیخ نور محمد ثاقب زیاته کړې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تیرو کالونو په پرتله سږکال مخکې له مخکې مدینې منورې ته د کاري کمېټو کارکونکي لیږلي دي، په مکه مکرمه کې د حرم شریف او د منی ترمنځ چې تر ټولو نیږې ځای دی د حاجیانو لپاره عمارې (ودانۍ) نیول شوي دي.

ښاغلي ثاقب ویلي، سږ کال به اړوندو ادارو سره په همغږۍ دغه پروسه په بریالیتوب سره پای ته رسوو.

د غونډې په لړ کې د هوایي شرکتونو مسولینو د حاجیانو لیږد او راستنېدو بهیر یې خپل مسولیت بللی او یاده پروسه یې ډاډمنه بللې.

د غونډې په پای کې ټولو حاجیانو ته الوداع ورکړل شوه او د حرمینو شریفینو په لور ور روان شول.