د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د روسیې او افغانستان پر تعامل د سنپترزبرګ اقتصادي ناستې اغېزې» په سرلیک روسیه کې د راتلونکې اقتصادي ناستې، د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو تعاملاتو او پر سیاسي اړیکو د اقتصادي مناسباتو د اغېزو اړوند علمي بحث شوی.
په دې غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت پیلیزې خبرې کړي او وروسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم، د کلیدي ویناوال په توګه، په یاده اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت د شتون پر اهمیت، د افغانستان او روسیې د ټرانزیټي–اقتصادي اړیکو د ټینګښت پر اړتیا، او پر سیاسي تعاملاتو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا اغېزې روښانه کړي او د دغه مهم اقتصادي فورم د اهدافو، مخینې او اهمیت په اړه یې معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویلي؛ یاده غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په لوړه کچه ګډون کېږي، د غونډې پرانیسته د روسیې ولسمشر کوي.
ښاغلي اعظم زیاته کړې؛ د اسلامي امارت یوه جګپوړي پلاوي تازه په کازان ښار کې د «روسیې-اسلامي نړۍ» اقتصادي فورم کې هم ګډون کړی و او اوس ټاکل شوې چې په سن پترزبورګ اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې روانه میاشت دوحه ۳ غونډه هم وشي چې تر ډېره غربي نړۍ پکې رول لري او د هغې غونډې تنظیموونکي پرلهپسې هڅې کوي، چې د اسلامي امارت د استازو ګډون پکې تضمین کړي.
د نوموړي په وینا، دغو غونډو ته د اسلامي امارت بلنه او په کازان او سنپترزبرګ ناسته کې په لوړه کچه ګډون د اسلامي امارت د اقتصاد محوره او متوازن بهرني سیاست ښه مظهر دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس ویلي؛ اسلامي امارت ته داسې مهال دغو غونډو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي، چې له تور لیست څخه د اسلامي امارت په ویستلو رسمیت پېژندنې ته په مخ کي پراته خنډونه لیري کیږي.
د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او روسیه د اروپا د بازارونو پر ځای مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، افریقا او نورو سیمو ته مخ اړوي او د افغانستان موقعیت په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د همدغو نوښتونو له کبله ده، چې د اوکراین د جګړې له کبله د روسیې اقتصاد د توقع خلاف مخ پر ودې روان دی.
د شفیع اعظم په وینا، افغانستان غواړي د سیمهییز اتصال په رامنځته شوې څپه کې کلیدي ځای ولري او د سیمې هېوادونه هم د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان اهمیت درک کوي.
د کازان فورم ناستې هم د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان لپاره خاص پیغام درلود، چې پکې له افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ ملاتړ شوی او اسلامي امارت هم خپل چمتووالی ښودلی دی.
همدا راز د روسیې له لوري د زېربناوو، د خصوصي سکتور د ودې، د روسي کمپنیو د راتګ، پانګونې او د روسیې له لوري د افغانستان لپاره د ترجیحي تعرفې د معاف کولو په برخه کې پام وړ ژمنې، ملاتړ او پرمختګونه لرو.
ښاغلي اعظم زیاته کړې، اقتصادي او سیاسي اړیکې له یو بل سره متقابله او نه شلېدونکې اړیکه لري او اقتصادي ګټې او اړیکې له سیاست پرته معنا نه لري.
نوموړي ویلي، له روسیې سره په اقتصادي مناسباتو کې پرمختګونه او ښکېلتیا له شک پرته پر سیاسي تعاملاتو هم پاموړ مثبت اثر لري.
د یادولو وړ ده، چې د غونډې نورو ګډونوالو هم د دغې اقتصادي ناستې اړوند پوښتنې او بحثونه مطرح کړي او د افغانستان او سیمې د هېوادونو پر متقابلو اړتیاوو یې بحثونه کړي دي.

