د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ په ځينو رسنیو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ خبر لاس په لاس کېږي، چې هېڅ حقیقت نه لري.
نوموړي د لازیاتو معلوماتو په پار لیکلي؛ د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې، چې د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته وسپاري، چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نه راځي او یا یې هم په بهر کې درسي موده پای ته رسېدلې، خو بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او د پاتې کېدو لپاره کوم معقول عذر هم نه لري.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخواه یو زر او ۴۰۰ استادان په بهر کې په زده کړو بوخت دي، دوی د لوړو زده کړو له وزارت سره په اړیکه کې دي، هلته د درس او ژوند اسانتیاوې ورته برابري او ۴۵۰ میلیونه افغانۍ معاشات ورته اجرا کيږي، چې یاده بودیجه پخوا بهرنیانو ورکوله او اوس د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.

