ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د هېواد ټولو محرومو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د وانت وایګل ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو په خپلو سیمو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز حالت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د دې ولسوالۍ ولسونه د پخوا په څېر د اسلامي امارت ملاتړ او په هره برخه کې ورسره همکاري کوي.

نوموړو زیاته کړې، لاهم د نورستان په ځینو سیمو کې خلک لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره مخ دي.

هغوی په دې لیدنه کې د اسلامي امارت څخه په نورستان کې د لویو لارو د جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو د رغېدو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نورستان د ولسونو قربانیو ته په اشارې له اسلامي امارت سره د هغوی د همکارۍ قدرداني کړې او ویلي يي دي، اسلامي امارت به د نورستان په ګډون ټولو محرومو سیمو ته ځانګړی پام وکړي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، نورستان ولایت به د ځانګړي موقعیت او چاپیریال له پلوه د ګرځندوی غوره مرکز وګرځي او په دې برخه کې يې د مسولینو پر هڅو ټېنګار کړی.

نوموړي یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې په وړاندیزونو به یې غور وشي او په نورستان کې به اساسي رغنیزې پروژې عملي شي.