ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د ۴۰ میلیونه چینایي ین په ارزښت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د کډوالو چارو وزارت ته وسپارله

د داخلي بې ځايه شويو او راستنېدونکو د بيامېشتېدنې لپاره د چين حکومت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د کډوالو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي؛ موږ ټول پوهیږو چې د افغانستان خلکو له څو کلونو راهیسې د جګړو، طبیعي پېښو او له هېواده د وتلو له امله په بېلا بېلو برخو کې ډېر زیانونه لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د چین حکومت به د افغانستان ښه ګاونډی او ښه دوست پاتې شي.

د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې د ۴۰میلیونو چینایي ین په ارزښت واړه او لوی موټرونه، خیمې او کمپلې پکې شاملې دي، له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه دغه اړوند وزارت ته سپال شوي دي.

 له نيمګړتياوو سره سره، هيله ده، چې دغه مرسته به د افغانستان د خلکو پر وړاندې د چين د خلکو د احساساتو څرګندونه وکړي.

د چین سفیر ویلي؛ د بشري مرستو سربېره، چین لویې پروژې هم پلې کړې، پوره باور لرم، چې چین به د نړیوالې ټولنې په ګډه مرسته د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي، چې په ځان بسیا شي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د دې مرستو د سپارلو پر مهال ویلي؛ خوښ یم، چې داسې مراسمو ګډونوال یو، چې له مخکنۍ ژمنې سره سم له چین څخه د بشري مرستو لومړۍ جوپه په داسې شرایطو کې راورسېدله، چې د سلګونو زرو په شاوخوا کې کډوال بېرته راستانه شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.

 نوموړي زیاته کړې؛ نړۍ په دې پوهیږي چې د افغانستان خلک څلور لسیزې په جګړو او کډوالیو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

ښاغلي حقاني ویلي؛ د چين هېواد په سختو شرايطو کې له موږ سره همکاري کړې ده، چې له امله يې د زړه له کومې مننه کوو.

دا مرسته د ۴۰ مليونو چينايي ين په ارزښت ده، چې ٨٠ واړه او لوى وسايط، چې هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکر، باروړنکي موټر، څه باندې شپږ زره وړې او لویې خیمې او پینځه زره او ۱۰۰ کمپلې پکې شاملې دي د کډوالو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

خلیل الرحمن حقاني زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د مشرتابه او د کډوالو چارو وزارت په استازیتوب د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د کار موندنې، سرپناه، پوهنې او د کډوالو په ښارګوټو کې د بیامېشتېدنې په برخه کې د دوی منندوی یو او د لازیاتې همکارۍ هیله کوو.

 د کډوالو چارو وزیر له نورو مرستندویو هېوادونو او بنسټونو څخه هم غوښتنه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته په رسېدنه کې له موږ سره همکاري وکړي.