د احتکار مخنیوي او له کروندګرو د غنمو د پېر او میوه جاتو د استفادې رایجولو د څرنګوالي په اړه ټاکل شوي پلاوي غونډه کړې.
د احتکار مخنیوي او له کروندګرو د غنمو د پېر او د هېواد له میوه جاتو د استفادې رایجولو د څرنګوالي په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د یاد پلاوي نورو غړو په شتون کې ټاکل شوي پلاوي غونډه کړې.
په دې غونډه کې د هېواد د میوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفاې رایجولو پر څرنګوالي، د کرنې سکتور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لارو چارو پر ایجاد، له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو او میوه جاتو د صادراتي برخو پراختیا، بڼوالو ته د کورنۍ او بهرنۍ بازار موندنې په موخه د لازمو اسانتیاوو برابرولو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د احتکار د مخنیوي په پار د زرګونه ټنه غنمو د پېر، د کروندګرو د تشویق او ملاتړ او د هېواد بازار ته د عرضه کولو تر وخت پورې د پېرل شویوغنمو د غوره ساتنې د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.
د غونډې په پای کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترجیحي تعرفو په اړه هم خبرې شوي او د ذکر شویو مواردو په هکله لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

