ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي رژیم روان وحشت؛ په تازه بریدونو کې یې له ۶۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د غزې تړانګې پر سوېلي او مرکزي سیمو د اسرئیلي یرغلګرو په تازه بریدونو او بمباریو کې له ۶۰ زیات فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه په داسې سیمو شوي، چې اسرائیلي رژیم خوندي او غیرې جنګي سیمې اعلان کړې وې.

په دې بریدونو کې د النصیرات بې‌ځایه شویو په کمپ کې د ملګرو ملتونو یو ښوونځی په نښه شوی او لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې شهیدان شوي دي. دا په تېرو لسو ورځو کې د غزې شپږم ښوونځی دی، چې اسرائیلي رژیم برید پرې کوي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم نهه میاشتنيو بریدونو کې د ملګرو ملتونو ۷۰ سلنه ښوونځي بمبار شوي او ۵۳۹ فلسطینیان، چې په دې ښوونځیو کې یې د یرغلګرو له بریدونو پناه اخیستې وه، پکې شهیدان شوي دي.

دغه‌راز د خان یونس سویلي ښار په لوېدیځه څنډه مواسي سیمه کې، چې خوندي اعلان شوې، په یوه موټر برید شوی او په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان شهیدان او له ۲۰ ډېر پکې ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې په یاد موټر کې څلور کسان سپاره و او یوه ساحوي روغتون ته څېرمه د بې‌ځایه شویو په ګڼ‌مېشته سیمه کې په نښه شوی.

د غزې په شمال کې پر یوه بله سیمه هم برید شوی، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې له ۳۸ زره او ۷۱۳ زیات فلسطینیان شهیدان او ۸۹ زره او ۱۶۶ نور ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه په بې‌ساري ډول زیات شوي او هره ګړۍ د یادې تړانګې له بېلابېلو برخو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپریږي.