د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په ګډون د یاد وزارت له مرکزي او د ټولو امارتي پوهنتونونو او علمي بنسټونو له رییسانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي؛ له دې ډول ناستو یې موخه د تحصیلي نظام پیاوړي کول، د علمي بنسټونو همغږي او د تجربو شریکول دي.
نوموړي زیاته کړې، په لوړو زده کړو وزارت کې د اداري فساد لمن ټوله شوې او دا مهال د لوړو زده کړو د نظام پرمختګ او د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي او متخصیصو کسانو د روزنې پلان د عملي کېدو په حال کې دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان د رغولو او د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د پياوړتیا چارې پیل کړي، افغانستان مسلکي او متخصصو کادرونو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د افغانستان پوهنتونونه پوره کولی شي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د لوړو زده کړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بویجه په واک کې ورکړې او د افغانستان پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي، چې د دې بنسټونو کیفیت لوړ او له منل شویو معیارونو سره سم فعالیت وکړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې په نړیواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو لړۍ پرمخ روانه ده، دا مهال اسلامي امارت په یو شمېر هېوادونو کې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري او په یو شمېر نورو هېوادونو کې به هم په نېږدې راتلونکې د افغانستان استازولۍ رسمي فعالیت پيل کړي.
سیاسي مرستیال د پوهنتونونو مسولینو ته په خطاب کې ویلي، له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړئ او د اصلاحي ناستو په جوړولو سره هغوی ته د مهمو موضوعاتو ترڅنګ د اسلامي امارت پيغام او د رامنځ ته کېدو موخې روښانه کړئ.

