د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې له مشرې کاتارینا ریټز، د یادې کمېټې عملیاتي مرستیال سکاټ دوسیټ او د مشرتابه د سیاسي چارو سلاکار عزت ګل سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې کاتارینا ریټز په افغانستان کې د دوی د دوامدارې مرستې او کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت قدرداني کړی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې مشرې څرګنده کړې؛ دغه کمېټه په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، له معلولینو او معیوبینو، برېښنا او اوبو رسولو سکتور او سرې میاشتې ادارې سره د مرستې، زندانیانو ته د خدماتو رسولو، میندو ته د روغتیایي تعلیماتو او خوارځواکۍ په راکمولو کې د نغدي او غېر نغدي مرستو وېشلو پروګرامونه مخته وړي چې د تېرو کلونو په پرتله یې په افغانستان کې پراختیا پیدا کړې ده.
کاتارینا ریټز بندیانو ته د لاسرسي په برخه کې د اسلامي امارت مسولینو د همکارۍ او د بندیانو په اړه له دوی سره د شوې هوکړهلیک قدرانی کړی او ویلي يي دي، اوسمهال یې د زندانونو چارو د تنظیم کارکوونکو ظرفیت لوړولو پروګرام له لارې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
نوموړې دغه راز د ښه مدیریت په اړه د زندانونو تنظیم له رهبري څخه هم خپله خوښي څرګنده کړې.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي؛ د سره صلیب نړیواله کمېټه له پخوا څخه په افغانستان کې فعالیت لري، موږ تل د یادې کمېټې په ګډون د ټولو خیریه بنسټونو د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو.
ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې، ستاسو کړنې عامالمنفعه دي او د کړنو او فعالیتونو څخه مو د افغانستان وګړي برخمن دي له همدې کبله د هر اړخیزې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوو.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ټول خیریه بنسټونه په خپلو خیریه چارو کې هغو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي، چې د اوسني وخت اړتیا وي او د خلکو رښتینو ستونزو ته پکې لاسرسی شوی وي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي؛ دا چې د اوس لپاره اسلامي امارت د معتادینو راټولو، کډوالو او داخلي بې ځایه شویو او سېلابځپلو سره د لاسرسي لپاره پروګرامونه مخته وړي، نو پرهمدې بنسټ له ټولو خیریه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوو.
ډاکټر ملا عبدالواسع له ټولو خیریه بنسټونو هیله څرګنده کړې؛ چې د خپلې کاري ساحې په چوکاټ کې کار وکړي، دغه راز دې هڅه وشي چې خیریه چارې په سیاستونو پورې ونه تړل شي، موږ ټول باید د خیر په چارو کې بې پرې واوسو.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رهبري ته ډاډ ورکړی، چې موږ به په خپلو ټولو شته امکاناتو ستاسو د کارونو د ملاتړ ترڅنګ د ستونزو د هواري په موخه کوټلي ګامونه پورته کوو.

