هېواد کې د بېکاري د کچې کمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د اسلامي امارت هڅې!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولین وایي، چې راتلونکې اونۍ کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو ، ملي او نړیوالو بنسټونو او ځینو بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د کار ملي دوه ورځنی کنفرانس جوړېږي.
د یاد وزارت ویاند وايي، چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې د بېکاري په له منځه وړلو، د عواملو ارزونه یې او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو بحث کېږي.
هېوادوال د دې کنفرانس جوړېدل او د بېکاري په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت هڅې ستایي او د لا زیاتو کاري فرصتونو په موخه د نویو پروګرامونو د جوړېدلو غوښتنه کوي.
اسلامي امارت ځوانانو ته غوره کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۱۳۰ زره د کار جوازونه وېشل شوي دي.

