ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مس عینک قرار دادي کمپنۍ مشر د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په لیدنه کې؛ د مس عینک پروژې د پلي کېدو شرطونه چمتو شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د مس عینک قراردادي کمپنۍ MJAM له مشر سونګ ون بینګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سونګ هغه ته د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

سونګ ون بینګ، مس عینک ته د غزېدلي سړک په اساسي توګه د جوړولو، په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل په اړه یې د کانونو او پټرولیم له وزیر سره خپل کاري پلان شریک کړی او د مس عینک پروژې د پلي کولو لپاره یې د شرطونو د چمتوالي خبره کړې.

ملا هدایت الله بدري د یادې پروژې د ژر پیل کېدو غوښتنه کړې او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په موخه یې د همکاریو ډاډ ورکړی.