د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس والي مولوي عبدالصمد جاوید سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بادغیس والي مولوی عبدالصمد جاوید په یاد ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت او همدارنګه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوی عبدالصمد جاوید ویلي؛ په دې ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل هڅې کوي.
نوموړي د پراختیایي پروګرامو او په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه او غوښته کړې او زیاته کړې یې ده، د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو، د مدرسو او ښوونځیو جوړولو، د نښلوونکو لارو بیارغونه او د روغتیایي رغتونونو جوړولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د محلي مسولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي.
نوموړي ویلي؛ د امنیت ټینګښت او د خلکو ارامي، د هغوی د ستونزو حلول او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
اداري مرستیال په ټینګار سره ویلي، مسولین باید هېوادوالو ته د خدماتو په برابرولو کې زیات کوښښونه وکړي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام یادو شویو وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي.

