ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: هېواد کې د ثبات ټینګښت او خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو څخه دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کنړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي قدرت الله ابو حمزه کنړ کې د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د کنړ والي ویلي، د دې ولایت مسولین او مجاهدین د امنیت د ټینګښت، د خلکو د هوساینې او هغوی ته د خدماتو برابرولو هڅې کوي او په دې برخه کې خپل کوښښونه په هیڅ ډول نه درېغوي.

مولوي قدرت الله ابو حمزه زیاته کړې؛ د اسلامي امارت محلي مسولین د یاد ولایت د ځنګلونو د ساتنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه را اېستل شویو کډوالو ته د خدماتو رسولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې کوښښ کوي.

نوموړي ویلي؛ په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو پلي کولو، د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو مسایل د اسلامي امارت د مسولینو پاملرنې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له مشرانو یې غوښتنه کړې، چې په دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په هېواد کې د ثبات او ارامي ټينګښت او په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسول د اسلامي امارت له دندو او ژمنتیاوو څخه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اړینه ده چې محلي مسولین د خلکو د ستونزو د لیرې کولو او د ټولنیزې هوساینې لپاره زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت مسولین به شته امکاناتو ته په پام یادو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.