د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري پنجشېر ولایت کې د قومي مشرانو او د لوړو پوړو چارواکو په ګډوند د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام ستره غونډه جوړه شوې.
په دې غونډه کې قومي سپین ږیرو د اسلامي امارت په پایداري او ثبات خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ ټول ولس د دې نظام ملاتړی دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دا نظام وننګوي.
دوی په قومي یووالي ټینګار کړی او اسلامي حکومتولي یې د ولس د ستونزو حل لاره بللې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې قوم او قبیله د پېژندګلوي وسیله بللې او د ولس ستونزو ته رسېدنه یې د اسلامي امارت له ژمنتیاوو بللې.
نوموړي د غربي استعمار پر مهال د افغانانو ترمنځ اچول شوې تفرقې او دسیسې شنډې یادې کړې او هېوادوال یې د یووالي په ټغر کېناستلو ته رابللي دي.
د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني د اسلامي نظام اقامه او د هېواد خپلواکي د افغانانو د ستړیاوو پایله یاده کړې او د ولسونو ترمنځ په لا ښې همغږۍ یې ټینګار کړي.
دغهراز د پنجشېر والي محمد اغا حکیم د خپلو خبرو په جریان کې په قومي مخورو غږ کړی، چې ځوانان دي د هېواد خدمت ته راوبولي.

