د ټولګټو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان مياشتې له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۷۷ زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۵ زره او ۳۲۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې پینځه زره او ۶۸۱ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې شپږ زره او ۵۰۳ ټنه، چې ټولټال ۷۷ زره او ۵۰۶ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې یو زر او ۷۴۱ مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
یاد وزارت د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

