صنعت او سوداګرۍ وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له ملت او رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت مسولین وايي؛ تېر کال د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې له دې جملې ۱.۸ میلیارډه یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات دي.
دغهرزا د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو موسسو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې ۶۴۶ زره او ۱۵ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۴ میلیونه، ۴۱۸ زره او ۵۷۰ کسانو ته په غیرې مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.
د یاد وزارت د مسولینو په وینا؛ په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲.۵ سلنه زیاته شوې ده.
صنعت او سوداګرۍ وزارت پخپلو یو کلنو لاسته راوړنو کې وايي، چې تېر کال ۱۰۰ کارخونې پرانیستل شوې، شاوخوا ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه او څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوي.
دغهراز د پانګونې څه باندې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي او د ځان بسیاینې کچه له ۴۸ قلمه څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې ده.
د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، پر وارداتي توکو د کیفي معیاراتو وضعه کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د یاد وزارت چارواکو له خپلو راتلونکو پلانونو څخه یاد کړي دي.

