ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان د اوسپنې ویلې کولو او تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان د اوسپنې سکټور کې د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونې سره ځان بسیاینې ته رسیدلی او اسلامې امارت هڅه کوي، چې د اوسپنې لویو کانونو په استخراج سره د دې سکټور د خامو مواد ستونزې له منځه یوسي.

یاد وزارت زیاتوي، چې هېواد اوس د اوسپنې تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او دې ته اړتیا نشته، چې نور له سیمې او نړۍ افغانستان ته اوسپنیز توکي راوارد شي.

د پلچرخي په صنعتي پارک کې د اوسپنې تولید د یو شمېر کارخونو مسولین وايي، چې د اوسپنېزو توکو د تولید په برخه کې يې د کورني بازار اړتیاوې پوره کړې او په نږدې راتلونکي کې به ترکمنستان هېواد ته هم د ګول سیخ صادرات پيل کړي.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنه وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د اوسپنې سکټور ته زیاتي اسناتیاوي برابرې شوې او په لویو پروژو کې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخسیتل شوې ده.

د اوسپنې ویلي کېدو کارخونې مني، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه سکټور کې د قاچاق مخه نیول شوې او صنعتي پارکونو ته د برېښنا کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه ۴۳ د اوسپنې تولیدي کارخونې فعالیت کوي، چې نږدې ۵۰ زره کسان پکې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول په کار بوخت دي.