ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو ۱۰۰ کوچني بندونه او چکډیمونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو نن (شنبه، د وږی په درېیمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه، د یو میلیارد افغانیو په ټولیز ارزښت، د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژو د پلي کېدو په پایله کې، یو میلیون ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

 نوموړو دغه راز زیاته کړه؛ د اوبو رسولو د ۱۴۹ پروژو چارې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۶۴ زره او ۹۱۶ کسان د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

یادو مسولینو وویل؛ په وروستي یوه کال کې په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو او چکډیمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه د یاد وزارت د مسولینو په وینا، په دې وروستیو کې د ۲۳ ولایتونو په ۵۱ ولسوالیو کې په سلګونو کیلومتره سړکونه جوړ شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۸۸ کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې دوام لري.

 د دې تر څنګ، د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې هم دوام لري، چې دغه سړک افغانستان له چین سره نښلوي.

د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، نیمروز کې د کج ستار بند د جوړولو پروژې د امکان سنجونې مطالعه او د فراه ولایت، ګلستان ولسوالۍ کې د اوبو بند د ډیزاین چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ساختماني کار هم پیل شي.

د یاد وزات مسولینو زیاته کړه؛ د ګلستان ولسوالۍ د اوبو بند ۱۴۰ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کوي، چې په چخانسور، خاشرود او دلارام ولسوالیو کې په ټولیز ډول د ۱۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت زیاتوي، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت، د اوبو بند جوړېږي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به، یو زر او ۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې او د سیمې اوسېدونکي به هم د څښاک اوبو ته لاسرسي پیدا کړي.

د یاد وزارت په وینا، د ۳۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارو ۸۵ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به، د سیمې ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۷۵ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پینځه کیلومتره استنادي دېوال جوړولو چارو ۹۵ سلنه پرمختګ کړی دی.

دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې په پلي کېدو سره به یې سلګونه زره هکټاره کرنیزه ځمکه د موسمي سېلابونو له زیانونو څخه خوندي شي.