د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې په اوزبیکستان کې د افغانستان له سفیر مولوي عبدالغفار بحر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغاني محصولاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د نندارتونونو جوړولو، د کرنې سکتور د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د واردولو او د قرنطین د موضوعاتو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په اوزبیکستان کې د افغانستان له سفیر څخه غوښتي، چې د اوزبیکستان له مسولینو سره په خپلو خبرو او ناستو کې د افغاني محصولاتو پر کارولو او صادراتو ټینګار وکړي او د دغو محصولاتو د لوړ کیفیت په اړه ورسره خبرې وکړي.

