د ارشاد، حج اوقافو وزارت وایي، چې په مکه مکرمه کې د مناسکو کمېټې مسول مولوي محمد نبي محمدي د مکې مکرمې په سدان ودانۍ کې د افغان حاجیانو له معلمینو سره غونډه کړې.
په دې غونډه کې د حاجیانو د مناسکو لارښوونو، د چارو د ښه تنظیم او د خدماتو د همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.
مولوي محمد نبي محمدي ویلي، حاجیان د خدای تعالی مېلمانه دي، او د دوی خدمت زموږ شرعي او اخلاقي مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې، هر معلم مکلف دی، چې افغان حاجیانو ته د حج، عمرې او نورو مناسکو اړوند لارښوونې په منظم ډول وړاندې کړي او د حرم شریف او نورو سپېڅلو ځایونو له ادابو او فضیلتونو سره یې اشنا کړي.