رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله نن د پنجشنبې په ورځ پر هغه پرېکړهلیک رایه ورکړي، چې د غزې جګړې د سمدستي، بې قید و شرطه او دايمي اوربند غوښتنه کوي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې متحده ایالاتو تېره اوونۍ ورته یو پرېکړهلیک د امنیت شورا کې ویټو کړ.
ډیپلوماتان وایي، تمه ده چې د ۱۹۳ غړو لرونکې عمومي اسامبله دا پرېکړهلیک د پراخ ملاتړ سره تصویب کړي.
له بلېخوا اسرائیلي اشغالګرو د روانې اوونۍ په ترڅ کې له ګڼو هېوادونو غوښتي، چې له دې “سیاسي انګېزه لرونکي او بېګټې نمایش” سره همکاري ونه کړي.
که څه هم د عمومي اسامبلې پریکړې الزامي نه دي خو د جګړې په اړه د نړیوال نظر د انعکاس په توګه وزن لري.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له اسرائیلي اشغالګرو او حماس سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنې تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.
دغهراز بیا امریکا هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د ملکرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
دغه غونډه راتلونکې اونۍ د فرانسې او سعودي عربستان په نوښت د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ ختمېدو په موخه د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي.
رویټرز د یوه ډیپلوماټیک سند پر بنسټ خبر ورکړی، چې امریکا دغه پیغام د سېشنبې په ورځ هېوادونو ته استولی دی.
همدارنګه امریکا خبرداری ورکړی، که له دې غونډې وروسته هر هېواد د اسرائیلو پر وړاندې اقدام وکړي، دا به د امریکا د بهرني سیاست د ګټو خلاف عمل وي.

